ads

په لغمان کې د کانال د دېوال جوړېدو چارې پیل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت مرکز مهترلام اړوند په عمرزیو سیمه کې یې د (UNDP) موسسې په مالي مرسته د یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت د یو کانال د محفظوي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

جان اغا صالح
23 لیندۍ 1401
په لغمان کې د کانال د دېوال جوړېدو چارې پیل شوې

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وایي، د یاد کانال په جوړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او سلګونه ځایي خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
نوموړی پر پانګوالو او مرستندویه موسساتو غږ کوي چې په لغمان کې امنیت تر پخوا ښه شوی او ښه فرصت دی چې د بیاروغونې په برخه کې لاس په کار شي.
عابد زیاتوي:
«د لغمان په عمرزیو په سیمه کې د یو کانال د محفظوي دېوال چارې د یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې، چې چارې به یې درې میاشت وخت ونیسي او همدارنګه په دې پروژه کې سلګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او لا هڅه کې یو چې نورې پروژې هم پیل کړو.»
په همدې حال کې د لغمان د سنديزې حوزې رییس مولوي شېرجان راشيدي وایي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي، بلکې د سېلابونو پر مهال د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی هم کوي.
رشیدي زیاتوي:
«د لغمان په عمرزیو سیمه کې چې کوم د کانال محفظوي دېوال جوړېږي. په دې سره به پنځه زره جریبه ځمکه خړوبه شي او هم دا محفظوي دېوال کولای شي چې د سېلابونو پرمهال د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی وکړي.»
د لغمان اوسېدونکي هم د یادو پروژو پر پیل خوښ دي او وایي، په اقتصادي برخه کې به ورته زیاته ګټه ولري.
دوی په دغو پروژو کې پر برخې اخیستنې سربیره، له حکومت غواړي چې د دا شان پروژو په پلي کېدو سره دې د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د عمرزیو سیمې یو اوسیدونکي انورشاه وویل:
انورشاه زیاتوي:
«موږ د دې پروژې له پیل ډیر خوشاله یو، ځکه چې له دې وړاندې په دې سیمه کې خلک د اوبو له زیاتو ستونزو سره مخ ول او هم به د سېلابونو پرمهال زموږ کرنیزې ځمکې سېلابونو تخریبولې له حکومت د ورته نور پروژو غوښتنه هم کوو چې خلکو ته په کې کار پیدا شي.»
د لغمان ولایتي چارواکي همدراز وایي، چې د دغه ولایت په بیلابیلو برخو کې یې ۵۵ رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي.
د چارواکو د مالوماتو له مخې په یادو پروژو کې د اوبو سربندونه،کانالونه، سړکونه او نوروې پراختیایي پروژې شاملې دي، چې د چارو بشپړیدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA