د دغه بانک خبرپاڼه وایي، افغانستان بانک له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د دوام هرکلی کوي او له نړیوالو غواړي چې ټولې بشري مرستې د بانکي سکټور له لارې هېواد ته راولېږدوي.
سرچینه زیاتوي چې دوی به په هېواد کې د بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د نغدو بشري مرستو پر دوام تر یو میلیارد ډالرو ډېره بشري مرسته رارسېدلې ده.