له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ډالرو د لیلام هدف د افغانستان د ارزښت ثابت ساتل دي.
په خبرپاڼه کې له بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتنه شوې چې په لیلام کې ګډون وکړي.
افغانستان بانک زیاتوي چې په دې لیلام کې د معلوماتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټوونکي اړ دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د یادونې وړ ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ هم افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.