ads

په کونړ کې یو ښوونځی جوړ شو

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د سویډن کمېټې له لوري د نجونو او هلکانو د یو ښوونځي ودانۍ چارې بشپړې شوې.

جان اغا صالح
22 لیندۍ 1401
په کونړ کې یو ښوونځی جوړ شو

په ختیځ کې د سویډن کمېټې استازي انجینر عزت الله کلید ته وویل، یاد ښوونځی د سویډن کمېټې له لوري د دولس میلیونه افغانۍ په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوی.
نوموړی وایي، تر دې وړاندې د یاد ښوونځي د هلکانو او نجونو په ګډون شاوخوا اووه سوه زده کوونکي د ودانۍ د نشت له امله له زیاتو ستونزو سره مخ وو.
انجینر زیاتوي:
«د کونړ شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې ښوونځي مخکې ودانۍ نه درلوده او همدارنګه ۷۰۰ زده کوونکي د هلکانو او نجونو په ګډون له زیاتو ستونزو سره مخ وو، اوس دا ودانۍ د سویډن کمېټې له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه چې ۱۰ درسي، دوې اداري، دوې کتابخانې خونې او نور لازم ملحقات لري چې چارې یې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.»
د یاد ښوونځي زده کوونکي وایي، تر دې وړاندې یې د ودانۍ نشت له کبله ډېری زده کوونکو ښوونځي پرېښي او ځینو بیا له دې ځایه ځانونه نورو لېسو ته تبدلي کړې ده.
د ښوونځي دوه زده کوونکو حفصې او کاینات له کلید سره په خبرو کې همداراز د اسلامي امارت له حکومت څخه د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د تړلو ښوونځيو د خلاصیدو غوښتنه هم کوي.
کاینا زیاتوي:
«له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تړلي ښوونځي دې خلاص کړي او دوی ته دې د زده کړو اجازه ورکړي ځکه نجونې هم د زده کړو حق لري.»
حفصه زیاتوي:
«موږ د یاد ښوونځي له جوړیدو ډېر خوشاله یو او له دې وړاندې زیاتره زده کوونکو د سرپناه نشتون له امله ښوونځی هم پریښی غوښتنه کوو، چې نجونو زده کوونکو ته دې اسانتیاوې برابرې شي.»
په همدې حال کې د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، په ښوونځیو کې د سرپناه او صحي اوبو نشت د دوی د اولادونو د زده کړو پر وړاندې لویې ننګونې دي.
د کونړ دوو قومي مشرانو غلام نبي او رشیدالله همداراز له اسلامي امارت څخه د نجونو پرمخ د تړلو ښوونځيو پر خلاصیدو ټینګار کوي.
غلام نبي زیاته کړه:
«موږ ډېر زیات خوشاله یو چې یاد ښوونځی جوړ شو، ځکه زیاتره زده کوونکې مو له ګڼو ستونزو سره مخ وو او همدارنګه موږ ورته هم په اندېښنه کې و، خو اوس غوښتنه کوو چې نجونو ته دې هم د زده کړو اجازه ورکړل شي، څو دوی هم زده کړې وکړي.»
رشیدالله زیاتوي:
«له حکومت قومي مشران غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي ځکه دوی هم د زده کړو حق لري او ورته لازمه ده چې د اسلام په چوکات کې زده کړې وکړي.»
بل لور ته د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري له نور خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د پوهنیز ډګر په غښتلتیا کې دې برخه واخلي.
نوموړي همداراز د نجونو تړلو ښوونځيو د پرانیستلو په اړه د خلکو غوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د اسلام په چوکاټ د زده کړو اجازه ورکړي.
حیدري زیاتوي:
«زموږ مشران هم په دې پوهېږي چې موږ د نارینه وو ترڅنګ د ښځينه تعلیم ته اړتیا لرو او په دې برخه کې نوره پرېکړه د مشران کار دی، چې کله نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي.»
د پوهنې ریاست چارواکي وایي، لا هم په کونړ کې د ۵۰۰ ښوونځيو له جملې یې ۲۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لری، چې له امله یې ډېر کله تدریسي بهیر له خنډ سره مخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA