ads

د تورخم -جلال اباد دویم لین سړک چارې نیمګړې پاتې

ننګرهار مېشتي وایې، د دغه سړک د پاتې چارو د بشپړېدو ژمنې په څو ځلې پاکستان کړي، خو د ژمنو سره سره د دغه سړک پاتې چارې بشپړې نه شوې او تر اوسه نیمګړې دي.

جان اغا صالح
21 لیندۍ 1401
د تورخم -جلال اباد دویم لین سړک چارې نیمګړې پاتې

دوی همداراز وایې، د لومړي سړک د تنګوالي او په دې سړک د موټرو زیات تګ راتګ له کبله ډېر کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې د خلکو ژوند اخلي.
د سیمې دوو اوسېدونکو سید محمد او امیرجان کلید ته وویل.
امیرجان زیاته کړه:
«د تورخم سړک چې له څو کلونو راهیسې یې یو لین جوړ شوی او بل یې تراوسه پاتې دی، له کبله یې پر دې لاره تلوونکې مسافر له زیاتو ستونزو سره مخ دي. له حکومت غوښتنه کوو، چې د دې سړک په قرارداد کوونکي شرکت دې فشار راوړي چې جوړ یې کړي.»
سیدمحمد زیاتوي:
«د دغه سړک د خرابوالي له کبله ډېره کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او همدارنګه خلک هم له زیاتو ستونزو سره مخ دي، له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا سړک دې جوړ کړي، که پاکستان یې نه جوړوي او هم دې دا ډول لوې لارې په اساسي ډول جوړې کړي.»
یو شمیر نور بیا وایې، د تورخم ـ جلال اباد دویم لین سړک قراردادي شرکت د افغان کاریګرو مزدوري تر اوسه نه ده ورکړې.
ګل ولي د یادو کاریګرو له ډلې دی.
ګل ولي زیاتوي:«موږ څو میاشتې د تورخم-جلال اباد په سړک کې کار کړی خوتراوسه یې مزدوري نه ده راکړل شوې چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره مخ یو او له حکومت غوښتنه کوو، چې د دغه سړک له قراردادي شرکت څخه دې زموږ مزدوري واخلي او موږ ته دې راکړي.»
بلخوا د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس مولوي خیر محمد هم د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وایې، د یاد سړک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو ځلي پاکستان له دوی سره شوي خو تراوسه یې په عمل کې هیڅ نه دي کړي.
خیرمحمد زیاتوي:«د تورخم-جلال اباد سړک پاتې چارو ستونزه مو له فواید عامې وزارت سره شریکه کړې او هم مو د پاکستان له یاد شرکت سره دا ستونزه شریکه کړې د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنه یې کړې خو تراوسه یې د عمل په برخه کې هیڅ نه دي کړي او که چیرې یاد شرکت پاتې چارې بشپړې نه کړي نو افغان حکومت به په خپله د یاد سړک جوړیدو لپاره لاس په کار شي.»
نوموړی همداراز هغه کاریګرو ته د پاتې ورځنۍ مزدورۍ د ورکړې ډاډ ورکوي چې قراردادي شرکت یې تراوسه مزدوري نه ده ورکړې.
هغه زیاتوي د یادې ستونزې د حل په موخه یې یو هئیت ټاکلی څو د کاریګرو شته ستونزو د حل لار ومومي.
خیرمحمد زیاتوي:«د فواید عامې وزارت د مزدوارنو د پاتې پېسو د ستونزې دحل لپاره یو هیت ټاکلی او موخه یې دا ده، چې تراسره شویو کارونو څارنه به هم کوي او همدارنګه د کاریګرو د مزدورۍ ستونزه به هم یاد شرکت سره شریکوي اود حل لار به ورته پیدا کړي.»
د يادونې وړ ده چې د تورخم –جلال اباد دویم لین سړک چې د پاکستان هیواد له لورې يې د جوړولو ټټر وهل شوي و، لومړی ځل يې چارې په ۲۰۰۷ عیسوي کال کې پیل شوي ، چې د يوه اندازه کار وروسته يې د بیلابیلو لاملونو له کبله په ټپه ودریدي ، بیا يې په تیر جمهوري نظام کې څو ځل پاکستاني مسولینو د جوړیدو ژمنې وکړې، خو چارې يې بشپړي نه شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA