ads

نن بیا ۱۴میلیونه ډالر لیلام کېږي

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې نن یو ځل بیا د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

کامران احمدزی
20 لیندۍ 1401
نن بیا ۱۴میلیونه ډالر لیلام کېږي

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتنه شوې چې په دې لیلام کې ګډون وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لیلام کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټوونکي اړ دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د یادونې وړ ده چې د روانې ډیسمبر میاشتې پر شپږمه نېټه هم یاد بانک د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۶ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA