له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه شوې چې په دې لیلام کې ګډون وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لیلام ګټوونکي به خپل حساب د ورځې تر پایه تصفیه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت ساتنې په هدف ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.