د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له سازمانونو او نورو هېوادونو غوښتي، تر څو اشخاصونو ته د اسلام د مبارک دین او یا احکامو په اړه د غیر مسوولانه او پاروونکو څرګندونو اجازه ورنه کړي.
د یادولو وړ ده چې تېره چهار شنبه د لوګر استنیاف محکمې په دغه ولایت کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ویاندې روینه شمداساني دغه کار د کرکې وړ سزا بللې او په سمدستي توګه یې د بندېدو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو بنسټونو هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې دا ډول سزاګانې بندې کړي.
باید وویل چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې د محکمو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته امر وکړ چې پر مجرمینو حدود او قصاص پلي کړي.