ads

افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا د ملي لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ۵۰اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه.

کامران احمدزی
5 لیندۍ 1401
افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

په دغې لوبه کې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدارن ۱۰۶، رحمان الله ګربز ۵۳ او رحمت شاه ۵۲ منډې وکړې.
سریلانکا لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۳۴ منډو وسوزېده.
د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کې فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدین نایب درې او یمن احمدزي دوه لوبغاړي وسوزول.
دواړې لوبډلې به سباد روانې لوبلړۍ دویمه لوبه هم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA