ads

د ارزګان نجونې: «د ښوونځیو برخلیک دې معلوم شي»

په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو د غوښتنې پر دوام په ارزګان ولایت کې هم نجونې د ښوونځیو د برخلیک معلومېدو غوښتنه کوي.

احسان الله ولسمل
2 لیندۍ 1401
د ارزګان نجونې: «د ښوونځیو برخلیک دې معلوم شي»

وحیده د لسمې ټولګي زده کوونکې ده او سږنی ښوونیز کال یې هم په کور کې تېر کړی.
نوموړې کلید راډیو ته وویل چې له دغه حالت څخه نوره ستړې شوې له همدې کبله په رواني ناروغۍ اخته شوې ده.
دې زیاته کړې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زړونه نور مات شوي او هر څومره چې ژر کېږي، ښوونځي دې پرانیستل شي:
«د نجونو مکتبونه دې نور پرانیزي، نجونې باید زده کړو ته دوام ورکړي، څومره چې ژر کېږي، باید په دې اړه ځواب وویل شي.»
يوازې وحيده نه ده چې د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي، بلکې په ټول افغانستان کې زرګونه نجونې دا مهال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د زده کړو هیلې یې په رژېدو دي.
د ارزګان بله اوسېدونکې نرګس وایي، اسلامي امارت دې نور د نجونو ښوونځي پرانیزي، ځکه په خبره یې، هره نجلۍ افغانستان ته د خدمت کړلو هیله لري.
نوموړې کليد راډيو ته وويل:
«موږ غواړو خپل درس ووايو، نه دا چې بې تعلیمه پاتې شو، نور دې ښوونځي پرانیستل شي.»
د ارزګان اوسېدونکي هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د یاد ولایت اوسېدونکي محمد کریم کلید راډیو ته وویل چې اوسمهال ټول افغانان غواړي چې لوڼې یې زده کړې وکړي، ځکه په هره برخه کې ورته اړتیا ده.
ده زیاته کړه:
«ښوونځي دې ژر پرانیستل شي، نور بس دی، دا یو نیم کال وشو چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. موږ د نجونو تعلیم ته ډېره اړتیا لرو.»
د یادولو وړ ده چې د تېر میلادي کال په اګېسټ میاشت کې پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.
که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید سره په مرکه کې ویلي چې په دې اړه په لوړه کچه کار روان دی او ژر تر ژره به یوه پرېکړه وشي، خو لاهم د نجونو ښوونځیو برخلیک نامعلوم دی.
امریکا، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او ډېری نورو سیمه‌ییزو او ګاوڼدیو هېوادونو هم له اسلامي امارت غوښتي چې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
خو وبه لیدل شي چې د افغان نجونو د ښوونځیو برخلیک څه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA