ads

په هلمند کې د ناوړه دودونو قرباني ښځې

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې ښځې نه‌یوازې له خپلو حقونو بې‌برخې پاتې دي، بلکې په ځینو سیمو کې په کوچنیتوب کې ودېږي او ان په بدو کې ورکول کېږي.

حضرت محمد روحاني
28 لړم 1401
په هلمند کې د ناوړه دودونو قرباني ښځې

بل لور ته ځايي چارواکي وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې د ښځو حقونه نه‌ورکوي او زورزیاتی ورسره کوي.
د هلمند ولایت یوه اوسېدونکې چې د زهرا په مستعار نوم خپل ځان راپېژني، وايي چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو قرباني ده. دغه مېرمن د خپل ژوند د هرې صحنې له یادولو سره سم وايي:
«خاوند مې پوډ رې و، تر سهاره به یې په پښه درولې وم، ډوډۍ یې نه راکوله. وهل او ټکول او سخت ظلم یې راسره کاوه.»
زهرا د ګډ ژوند د تراژیدۍ نورې ترخې خاطرې هم لري. هغه وايي چې په ماشومتوب یې په بدو کې ورکړې وه او له همدې کبله د بېلابېلو فزیکي شکنجو تر څنګ برېښنايي شاټونه هم ورکړل شوي دي .
د خاوند تر مرګ وروسته، زهرا ته د دوو اولادونو سرپرستي هم ورپاتې ده، هغه هم په داسې حال کې چې سختې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په مخه کړې ده.
«اوس چې د هغه له ظلم څخه خلاصه شوې یم، یتيم ماشومان را پاتې دي. که له کوره ووځم لیورونه مې نه پرېږدي.»
حمیرا د هلمند بله اوسېدونکې ده چې د ښځو ناوړه وضعیت خواشینې کړې. نوموړې وايي، نه یوازې په تېرو شلو کلونو کې ښځو ته د میراث حق نه‌دی ورکول شوی، بلکې ځای ځای نجونې په ماشومتوب کې هم ودېږي او یا په بدو کې ورکول کېږي: دا معلومه خبره ده چې د دغه ولایت په لرې پرتو سېمو او ولسوالیو کې ښځې او نجونې له هر ډول حقونو څخه بې برخې پاتې دي، چې ښځې ډېرې ترې ځورېږي.))
د حقوقي چارو کارپوهان او فعالان هم وایي چې په یو شمېر سیمو کې ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې پاتې دي .
د مرکز لښکرګاه ښار د حقوقي چارو کارپوه حافظ احمد نصرت وایي: «زیاتې ښځې په دغه ولایت کې په بد وضعیت کې دي، خلک دلته پر ښځو رحم نه‌لري. ناوړه دودونه او کلتوري ستونزې هغه څه دي چې دغه ولایت کې دوام لري.»
دیني عالم مولوي عبدالولي خادم بیا وايي چې پر ښځو ظلم د شریعت له پلوه حرام دی:
«د اسلامې شریعت له مخې ښځې هم بشریت دی او هرهغه څوک چې پر ښځو ظلم کوي هغوی ته به الله ج لوي عذاب ورکړي، په کار دا ده چې ښځې د ناوړه دودونو قرباني نه شي.»
بلخوا بیا د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض مني چې په هلمند او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې ښځې د ناوړه دودونو قرباني دي. نوموړی وايي، د دې دودونو د مخنیوي لپاره اسلامي امارت یوه طرحه جوړه کړې او هر هغه څوک چې پر ښځو ناحقه ظلم کوي، له هغوی سره به قانوني چلند کېږي:
«دلته عدلي او قضایي ارګانونه شته، د اسلام مبارک دین له مخې به هغه کسان مجازات شي چې پر ښځو ظلم کوي.»
د یادولو وړ ده چې نه‌یوازې په هلمند، بلکې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ښځې د سیمه‌ییزو دودونو ښکار دي او د پام وړ کمی په کې نه‌ترسترګو کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA