یادې ادارې د څېړنو او د کیفیت تضمین رییس دلاور درمل له کلید سره په خبرو کې ویلي چې پر دغه موټر یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې کار پیل کړی وو، چې ډېره برخه یې په تېر یوه کال کې بشپړه شوې.
د در مل په خبره، غواړي دا موټر د «جینوا موټرو نړیوال» نندارتون ته وړاندې کړي.
د ده په خبره، په دې اړه یې د قطر له سفارت سره خبرې کړې او په وینا، یاد سفارت ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به ورسره مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې په قطر کې د موټرو نړیوال نندارتون د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې پیلېږي.
په دې نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو له خوا نوي جوړ شوي موټر نندارې ته وړاندې کېږي.