د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د سه شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۶۲۱تنه نیولي دي.
د نوموړي په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
هغه وویل، د کابل په یوولسمه او اتلسمه حوزو کې د پولیسو له خوا د غلو دوې ډلې نیول شوې، چې یوې ډلې ۱۱موټرونه غلا کړي وو او بله یې داسې ډله غله نیول شوي چې د خلکو کورونو ته به اوښتل او غلاوې به یې کولې.
د ټکور په خبره، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د هېواد په ټولو ښارونو کې د ټرافیکو سیسټم برېښنايي کړي.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه یې هم ښه مخته روانه ده او تر اوسه یې ۴۴ټنه بېلابېل نشهيي توکي کشف او تر لاسه کړي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د جنايي جرمونو د کچې ټېټېدو خبر ورکوي، خو لاهم د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې وسله والو غلاوو، تښتوونو او وژنو خلک اندېښمن کړي.
هغوی له امنیتي ادارو د جنایي جرمونو د مخنیوي جدي غوښتنه کوي.