هغه د سه شنبې په ورځ د ګرځندویانو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له هر ډول تبعیض پرته دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.
نوموړي ویلي، د نجونو پرمخ ښوونځي تړل هېڅ دلیل نه لري اوکه څوک ورته کوم دلیل لري، نو خلکو ته دې په واضح ځواب ووایي.
د ستانکزي په خبره، ملت له دولت څخه د تعلیم پر سر خفه دی او په خبره یې، دولت باید له ولس څخه د تعلیم حق وانه خلي.
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت د نظام د راتلو لپاره ملت ډېره قرباني ورکړې او اوس باید اسلامي امارت د دوی قدردانی وکړي.
تر دې وړاندې هم عباس ستانکزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.