د پوځ له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په یاد برید کې د دوی څلور سرتیري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، اوس مهال د یاد برید په اړه پلټنې روانې دي.
که څه هم د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو په یادو سیمو کې ډیری وخت د تحریک طالبان پاکستان ډله پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.
د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په کوز «دیر سیمه» کې هم په وسله وال برید کې اوو پاکستانیو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.