ads

په ننګرهار کې په شخصي لګښت د لسو بندونو جوړېدل

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکارانو ځوانو د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره ۱۲ کوچني بندونه جوړ کړي دي.

جان اغا صالح
11 زمری 1401
په ننګرهار کې په شخصي لګښت د لسو بندونو جوړېدل

د يادو بندونو جوړونکی انجينر پرويز شینواري کلید ته وویل، په وروستيو اورښتونو کې دغو چيک ډيمونو لږ تر لږه ۳۶زره متر مکعبه اوبه ذخيره کړې چې کروندګرو ته به يې د څو مياشتو لپاره ګټه ورسېږي.
نوموړی وایي، یاد چک ډیمونه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په بېلابیلو سیمو کې جوړ کړي، چې په هر يوه يې تر ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
انجینر پرویز شینواري زیاته کړه:
«د دغو بندونو په جوړیدو سره به ۳۶ زره متره مکعبه اوبه ذخیره شي او همدارنګه په هر ډیم ۱۰۰ زره افغانۍ او په ځینو یې له دې هم زیات لګښت راغلی دی.»
شینواری زیاتوي، له دې کار څخه یې هدف د بارانونو او سېلابونو پر مهال د بېځایه اوبو مخنیوی او مهارول دي.
په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوالۍ دوه قومي مشران تورخان او صدرخان بیا له کلید سره په خبرو کې هیله مندي ښيي چې د دغو کوچنیو بندونو جوړېدو سره به يې سيمه له وچکالۍ خوندي شي.
«موږ د دغو ډیمونو له جوړېدو ډېر خوشاله یو، ځکه تر دې وړاندې به په دې ولسوالۍ کې سېلابونو د خلکو ځمکې او کورونه وړل او د بارانونو اوبه ضایع کېدلې، نو د دغو چک‌ډیمونو په جوړیدو سره به شته ستونزې ټولې حل شي او دهقانانو ته به یې ګټه ډېره وي.»
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي دیادې سیمې د ځوانانو د دې کار ستاینه کوي او د مرستې ډاډ ورکوي.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې رييس سيد فضل احد کلید ته وويل، په بېلابېلو ولسواليو کې يې د کوچنیو بندونو سروې کړي او همدارنګه یې په یو شمیر سیمو کې د سېلابونو پر مهال د کرنیزو ځمکو د ژغورل کېدو په هدف استنادي دېوالونه پیل کړي دي.
احد زیاته کړه:
«د ننګرهار په هسکه مېنه کې چې کوم د اوبو کوچني بندونه جوړ شوي دا ډېر ښه کار شوی او همدارنګه موږ هڅه کې یو چې په مختلفو ولسوالیو کې بندونه جوړ کړو او هم هغه ځمکې چې د سېلابونو پرمهال له خطر سره مخ دي استنادي دیوالونه جوړ کړو.»
د اوبو د تنظيم د چارو کارپوهان وایي، دا ډول بندونه کولی شي چې په سيمه کې د سېلابونو مخه ونيسي او ورسره وچکالي هم ختمه کړي.
دوی وایي، کوچني چيک بندونه د اورښتونو د اوبو د ضايعه کېدو مخه نيسي، د سيلابونو ګواښونه کموي او سيمه له وچکالۍ ژغوري نو ځکه بايد حکومت د کوچنيو بندونو جوړېدو ته ډېره پاملرنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA