ads

د کلدارو د ارزښت ټیټېدو ارزګانیان زیانمن کړي

په پاکستان کې د پیسو د ارزښت تر پراخو ټیټېدو وروسته په ارزګان کې پر پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې کسان شکایت کوي چې د پاکسانیو پیسو د ارزښت تر کمېدو وروسته یې ډېر زیان کړی دی.

احسان الله ولسمل
9 زمری 1401
د کلدارو د ارزښت ټیټېدو ارزګانیان زیانمن کړي

په ترینکوټ کې د احسان الله په نوم یو تن وایي چې هېڅ وخت یې په افغانۍ راکړه ورکړه نه ده کړې.
د نوموړي په خبره، په ارزګان کې ډېر خلک اوس هم افغانۍ نه پېژني او د ژوند ټولې سوداګریزې چارې په افغانیو مخته وړي.
دی د پاکستاني کلدارو د بیو ټیټېدو ډېر اندېښمن کړی او کلید ته یې وویل:
«داسې خلک مې لیدلي چې اوس هم افغانۍ نه پېژني او په کلدارو راکړه ورکړه کوي.»
نور اغا په ترینکوټ کې د تېلو پلورنځی لری.
هغه کلید ته وویل چې له ډېرې مودې راهیسې له ده څخه په افغانیو چا تېل نه دي پېرلي او په خبره یې، د کلدارو د ارزښت ټیټېدو یې کاروبار ته سخت زیان پېښ کړی:
«اوس چې په هر څومره کلدارو تېل وپلورو، هېڅ ګټه نه راته کوي، ټول زیان دی. ډېری هټۍ تړل شوې دي.»
حاجي محمد بیا له حکومت غوښتنه کوي چې د افغانیو دودولو لپاره جدي هڅې وکړي.
ده کلید ته وویل:
«که دولت د افغانۍ دودولو لپاره هڅه وکړي او په افغانیو راکړه ورکړه پیل شي، ډېر سوداګر او عام خلک به له زیان وژغورل شو.»
د ارزګان د والي ویاند مولوي ولي جان پوهنيار له کليد سره په خبرو کې خلک په دې برخه کې مسوول وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانۍ په دودولو کې ورسره مرسته وکړي:
«دا د خلکو مسوولیت دی چې په افغانۍ راکړه ورکړه وکړي او له موږ سره هم مرسته وکړي چې د دودولو لپاره یې جدي کار وکړو. په دې سره د افغانیو ارزښت هم لوړېږي.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک له لوري په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه جدي بندیز لګول شوی، خو بیا هم لیدل کېږي چې د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې د افغانۍ دودولو ته کم پام کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA