د وچې مېوې سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې د انځرو، ابجوشو او نورې وچې مېوې تر څنګ کشمش هم په زیاته اندازه صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي چي په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کندهار څخه د ۸۰ میلیونه ۵۲۱ زره ۴۳۶ ډالرو په ارزښت ۲۷ زره ۶۶۴ ټنه کشمش هند، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي وه.
د هغه په خبره، د صادراتو دغه کچه بیا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ډېره لوړه وه ځکه په بهرنیو هېوادونو کې د وچې مېوې تقاضا زیاته وه او د مېوې کیفیت هم ښه وو.
ده وویل، په تېر کال کې له کندهاره د ۹۶ میلیونه ۴۱۶ زره ۴۰۹ ډالرو په ارزښت کشمش صادر شوي دي.
« تېر کال زموږ صادرات ډېر ښه وو، ځکه هم یې کیفیت ښه و او هم یې په بهر کې تقاضا زیاته وه.»
د پنجوايي ولسوالۍ یو تن بڼوال او د کشمشو سوداګر تاج الدین وایي، تېر کال که څه هم په اکثره سیمو کې جګړې وې او ډېری باغونو ته خلک نه شوای تلای، خو بیا هم د انګورو او کشمشو حاصلات ډېر ښه وو.
«سږ کال د کشمشو بیه ډېره ښه وه، خو اوس یوڅه کښته شوې ده، ما نن کشمش خرڅ کړل یومن مې په ۸۴۵ افغانۍ ورکړل.»
د کشمشو سوداګر هم وایي چي تېر کال د کشمشو صادراتو د زیاتوالي سره په کندهار کې کشمش کم شوي دي او بیه یې لوړه شوې ده.
د کشمشو یو تن سوداګر حاجي عزیزالله وايي، د کشمشو د صادراتو د زیاتوالي لامل تېر کال د ښه کیفیت تر څنګ دا هم وو چې ایراني کشمش تر ډېره هند او پاکستان ته نه وو صادر شوي.
« په بهر کې یې تقاضا زیاته وه، زه خپله پاکستان ته کشمش صادروم، سږ کال هلته ایراني کشمش ډېر نه وو وړل شوي، ځکه زموږ د کشمشو غوښتنه ډېره کېدله.»
باغ لرونکي او سوداګر وايي، سږ کال د وچکالۍ او بادونو له امله په باغونو کې انګور کم شوي او ډېر رژېدلي دي چې کېدای شي پر حاصلاتو یې منفي اغېز وکړي.