دې زیاته کړې، هغه وخت خبرو ته چمتو ده چې اسلامي امارت د مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه پر ژمنو عمل وکړي.
د رینا امیر په وینا، که له اسلامي امارت سره په دې اړه د معنا لرونکو خبرو هیله کېږي، باید بحث ورسره وشي.
هغې څرګنده کړې، دا چې تر اوسه د افغان مېرمنو، نجونو او په افغانستان کې د نور جمعیت لپاره له نورو هېوادونو سره پیل شویو خبرو کومه مثبته معنا نه ده ورکړې، سخته ناهیلې شوې ده.
نوموړي همدارنګه ویلي چې هېواد یې له اسلامي امارت د مېرمنو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم په پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري او مېرمنو د حقونو په تړاو جدي اندېښنه ښودلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ