په ترینکوټ کې خیاطان هم په دغو ورځو کې ډېر مصروف او حتا د شپې هم د خلکو جامې ګنډي، سږ کال بیا خیاطان وایي چې د نورو کلونو په پرتله یې کارونه ډېر کم شوي دي.
احمدالله چې په تېرو وختونو کې به یې حتا د شپې هم جامې ګنډلې، خو سږ کال د ورځې هم وزګار شوی او په خبره یې، د کالیو ګڼدل کم شوي دي.
نوموړی یې لاملونه د خلکو د اقتصادي حالت خرابېدل او لوړې بیې یادوي.
«اقتصادونه د خلکو خراب دي، کمزوري دي او د جامو اخیستلو وس نه لري.»
د احسان الله نېکزاد په نوم یو بل خیاط هم د جامو ګنډلو کمېدو عوامل د خلکو د اقتصاد کمزوري کېدل یادوي.
دی له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي او خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.
«د نورو کلونو په پرتله مو کارونه کم شوي او لاملونه یې هم څرګند دي. د افغانانو اقتصادي حالت ښه نه دی.»
خلک هم وایي چې اختر ته د جامو اخیستلو وس نه لري.
د ارزګان دوو اوسېدونکو حميدګل او شفيع الله کلید ته وویل:
«معلومه ده چې خلک بې وسه دي، د جامو اخیستلو وس نه لري. اختر ته مو د تېر کوچني اختر جامې ساتلې دي.»
يوازي ارزګان نه، بلکي په ټول هېواد کې سږکال د اقتصادي ستونزو له کبله اختر ته د خلکو چمتوالي کمرنګه شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ