دغه نندارتون وړمه ورځ د صنعت اونۍ په مناسبت په کابل کې جوړشو.
په یاد نندارتون کې نږدې ۳۰۰کورنیو او بهرنیو صنعت کارانو خپل بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې کړي، چې نیمایي یې ښځینه صنعت کارانې دي.
دا نړیوال نندارتون د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی او نن یې وروستی ورځ ده.
په یاد نندارتون کې له لسو اروپایي او اسیایي هېوادونو څخه سوداګرو ګډون کړی او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي.
Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA