د مرغانو پلورلو کوڅه د کابل په ښار کې هغه تاریخي کوڅه ده چې تاریخ یې د تیمورشاه له زمانې پیلېږي.
په پخوانیو زمانو کې چې به خلکو له کلیو څخه الوتونکي مرغان کابل ته راوړل، نو په یاده کوڅه کې به یې پلورل.
په دې کوڅه کې د تېرېدو پر مهال مو پر بېلابېلو مرغانو سترګې لګېږي او د یادو مرغانو اوازونه مو تر غوږو کېږي.
ښایسته کوترې، بېلابېل نور مرغان او زینتي توکي په دې کوڅه کې پلورل کېږي.
تر دې وړاندې د اهنګرۍ صنعت هم په دې کوڅه کې دوام درلود.
Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA