له پخوانیو زمانو څخه انسانانو له قیمتي ډبرو څخه د زیوراتو په توګه ګټه اخیسته. د دغو جواهرو پر ښکلا سربېره، خلک پر دې باور دي چې دغه قیمتي ډبرې د درملنې ځانګړتیاوې هم لري. د بېلګې په توګه، له زمردو څخه د بدن د ایمني سیسټم د پیاوړتیا لپاره کار اخیستل کېږي او له یاقوتو څخه د روغتیا ورکوونې تیږي په توګه استفاده کېږي.
افغانستان د دغو تیږو ډک کانونه لري او له پخوا وختونو یې خلک د کېندنو هڅې کوي. د دغو ډبرو شتون د صنعت په برخه کې ډېر پرمختګ رامنځته کړی دی.
همدارنګه له دغو ډبرو څخه د ښځینه او نارینه د ګوتمیو، لاس بندونو، غاړکیو او د ښکلا په نورو وسایلو کې ګټه اخیستل کېږي.
دغه صنعت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شتون لري او له هېواده بهر هم ښه بازار لري.
Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA