د ولایت مقام په امنیتي ناسته کي د قول اردو، پولیسو او استخباراتو مسولینو دا پرېکړه کړې ده.
په دې ناسته کي د کندهار والي یوسف وفا ویلي چې د هري حوزې مسؤل مکلف دی چي له خپلي حوزې پرته په نورو ساحو کي له وسلې ګرځولو ډډه وکړي.
د وفا په خبره هغه سرتېري، چي له ولسوالیو راځي او په دوکانونو کي د سودا پر مهال وسلې ورسره وي هم د وسلې ګرځولو اجازه نه لري.
باید یاده شي چې تر دې وړاندې هیوادوالو هم د پولیسو او امنیتي سرتېرو لپاره د یونفورم غوښتنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ