د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر کامران اخندزاده وايي، چې دا چاره یې د خلکو له بیا بیا غوښتنو او شکایتونو وروسته ترسره کړي.
نوموړي کلید ته وویل، چې ټولې هغه موانع یې لرې کړې چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.
هغه زیاتوي له ټولو اړینو او مهمو ځاینو څخه به یادې موانع لرې کړي.
په ورته وخت کې عام خلک بیا د دغه کار هرکلی کوي او زیاتوي چې تردې مخکي د ښار مهمو برخو کې سړکونه او عامې لارې د تير حکومت دولتي چارواکو د خپل امنيت خونديتوب په موخه تړلې وي؛ خو د اسلامي امارت له دې اقدام وروسته به په ښار کې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځ ته شي.
باید یاده شي چې نه یواځې ارزګان؛ بلکې د هېواد په ګڼ شمېر ښارونو کې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري ورته چاره ترسره شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ