د یاد ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي ویلي، چې یاده پېښه تېر ماښام د میمنې ښار اړوند پر « محبس سرک» رامنځته شوې.
د محمدي په خبره، وژل شوي کسان زوی او پلار دي، چې د خښتو له یوې ډېرۍ سره یې موټرسایکل ټکر کړی و.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، چې ډیری پېښې یې د موټر چلونکو دبې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ