ads

په افغانستان کې د کورونا ۶۳۷ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۶۶ زره او ۹۶۴ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
18 سلواغه 1400
په افغانستان کې د کورونا ۶۳۷ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه اته تنه مړه شوي او ۱۰۳ تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۴۴۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴۷ زره او ۷۹ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA