ads

په ننګرهار کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې

په ننګرهار کې یو وار بیا د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي چې یوازې په دغه ولایت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال له ۲۸۰ اخیستل شویو سمپلونو څخه ۱۶۸ هغه مثبت دي او یو تن د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جان اغا صالح
13 سلواغه 1400
په ننګرهار کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل کلید ته وویل، له لسو ورځو راهیسې په دې ولایت کې د کورونا څپه مخ په پراخېدو ده او هغه دغه حالت د اندېښنې وړ ګني.
نوموړی اندیښنه لري او وایي، له څه مودې وروسته یو وار بیا دا څپه نږدې پنځوس سلنې ته پورته شوې.
ډاکتر ظاهر عادل زیاتوي:
«په تېرو ۱۰ ورځو کې د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو دي. زموږ موندنې ښايي چې سلنه یې یوار بیا ۵۰ ته پورته شوې. که فاصله مراعت نه شي او ماسک ونه کارول شي، ښایي راقام تر دې هم پورته شي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې موږ له ۲۸۳ کسانو سمپل اخیستی، چې ۱۶۸ يې مثبت ثابت شوي دي په ځينو ناروغانو کې د اومیکرون نښې نښانې هم لیدل شوي خو لا تثبیته نه ده.»
نوموړی همداراز وایي، په یو شمېر ناروغانو کې د کورونا د نوې بڼې اومیکرون ځينې نښې نښاني هم لیدلي شوې، خو تر اوسه دقیقه نه ده چې واقعاً هم دا ویروس دی او کنه.
ډاکتر ظاهر عادل زیاتوي:
«زیاتره ناروغان چې معاینات یې شوي د زیاترو یې ټسټونه مثبت شوي او هغه کسان چې د کورونا ټسټونه یې مثبت شوي په ډېرو کې یې د کورونا د نوې بڼې اومیکرون نښې لیدل شوي، خو تراوسه دا تثبیت شوي نه دي چې دا د کورونا نوې بڼه ده که نه خو له علایمو یې مالومېږي چې بڼه یې اومیکرون ته ورته دي.»
روغتیا پالان هم د کورونا مخ په زیاتېدونکو پېښو ته اندېښمن دي او وایي، اړینه ده چې د یادې ناروغۍ د کابو کېدو لپاره حکومت هر څه ژر اقدامات وکړي او ترڅنګ یې له خلکو هم غواړي چې د ځان ژوغورنې لپاره روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.
 ډاکټر معصوم اصغري وایي، خلک دې هم په دې برخه کې نا غېړي نه کوي او که د کورونا نښې او علایم ولري؛ هر څه ژر دې نېږدي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
ډاکټر معصوم اصغري زیاتره کړه:
«د کورونا روغان شته او پېښې هم ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي دا چې هوا سړه او غربت هم تر بل هر وخت په لوړه کچه دی. زموږ خاصې سپارښتنې همدا دي، چې طبي امکانات هم محدود دي باید له ګڼي ګوڼي خلک ځان وساتي او دغه راز له ماسک دې ګټه واخلي تر څو له دې ویروس خوندي پاتې شي.»
ننګرهار میشتي هم په دې وروستیو کې د کورونا ناروغۍ زیاتیدو اندېښمن کړي دي.
دوی ټنیګار کوي چې کورونا ته باید په عادي توګه ونه کتل شي او خلک دې ځان وساتي.
یو شمېرو یې له کلید سره په خبرو کې  وویل، په لومړي سر کې د روغتیایي سپارښتنو د نه عملي کېدو له کبله ګڼ شمیر خپل خپلوان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.
«په دې وروستیو کې چې ننګرهار کې د کورونا پېښې زیاتې شوي، خلکی ېې هم اندېښمن کړي دي او له حکومت غوښتنه کوو، چې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې د عامه پوهاوي ترڅنګ نورې لازمې لارې چارې هم وسنجوي او همدارنګه خلک دې هم روغتیایي لارښوونې عملي کړي.»
بل لور ته د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د ۱۶۲۱ کسانو سمپلونه اخیستل شوي چې په کې د ۶۱۵ هغه یې مثبت شوي، چې زیاتره یې د ننګرهار وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA