د ترکیې د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د کورونا ویروس له تازه مثبتو پېښو سره په دغه هېواد کې پر دې وبا د اخته کسانو شمېر تر نهه میلونه واوښت.
خبرپاڼه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۵ تنه له دې وبا څخه مړه شوي چې په دې سره په ترکیه کې له کورونا ناروغۍ څخه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۶ زره او ۱۲۵ تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۵۴ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي ترې مړه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ