ads

په افغانستان کې د کورونا ۱۱ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۸ زره او ۲۰۷تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
17 مرغومی 1400
په افغانستان کې د کورونا ۱۱ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي او څلور تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۳۶۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴۵ زره او ۷۰۰تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA