د دې ادارې له لوري د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا سیالۍ د ۲۴ لوبډلو تر منځ پیل او په شپږو ګروپونو کې به د یو بل پر وړاندې لوبې وکړي.
د دغو سیالیو د مهال وېش له مخې به هره ورځ درې لوبې کېږي، چې ټولې ۳۶ لوبې دي او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو پر لومړۍ ورځ درې لوبې شوې چې طلوع اسان، ممتاز امید براتي او اتفاق منتخب المار لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.