د ملي لوبډلې لوبغاړي امېد پوپلزي د لوبې په ۸۵یمه دقیقه کې د یو ګول په وهلو سره لوبه د افغانستان په ګټه پایته ورسوله.
دغه لوبه تېره ورځ ناوخته د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه.
د فوټبال ملي لوبډله څه موده وړاندې د همدې لوبې ترسره کولو لپاره ترکیې هېواد ته تللې وه.
په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره دا د افغانستان د فوټبال ټیم لومړۍ لوبه او بریا وه.