ads

د کندهار خصوصي رسنۍ له بد اقتصادي حالت سره مخ دي

له هغه وروسته چې د هېواد چارې طالبانو په لاس کې اخستې، په کندهار کې يو شمېر رسنيو د اقتصادي بحران له امله خپل فعاليت درولی، ځکه ټولې عايداتي سرچينې يې له لاسه ورکړې دي.

تاج محمد ساحل
16 وږی 1400
د کندهار خصوصي رسنۍ له بد اقتصادي حالت سره مخ دي

هغه رسنۍ چې نشرات لري، اقتصادي حالت یې ډېر خراب شوی او د خپلو لګښتونو پوره کېدو وس نه لري.
په کندهار کي د سماء خصوصي راډيو د نشراتو مسول وارث احمد عمران وایي، د کندهار تر څنګ د زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو رسنۍ هم له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ شوي دي.
هغه وایې، مخکې رسنيو له نړيوالو سازمانونو سره قراردادونه درلودل، خو د اوسني نظام په راتګ سره هغه ټولې پروژې پر مخ تړل شوې، چې له امله یې رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ شوې دي.
عمران وایي: «خصوصي شرکتونه هم د کاروبارونو د نشت له امله اعلانونه نه ورکوي او د دې وېره سته چې رسنۍ به ژر خپل فعالیت ودروي.»
په کندهار کې د کليد راډيو مدیر مسول بخت محمد ريحان بیا وایي، د نوي نظام راتګ د رسنيو پر اقتصا تر اويا سلنه منفي اغېز کړی.
د هغه په خبره: «د رسنيو په خاص ډول راډيوګانو د ښځينه کار کوونکو پر فعاليت يې بد تاثر کړی او هغوی نه شي کولای چې په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړي.»
د ملت ږغ په نوم د يوې بلې خصوصي راډيو د نشراتو مسول شمس عمري هم وایې، خصوصي رسنۍ او ټوليزي رسنۍ په بد اقتصادي حالت کې دي؛ خو په وينا یې، دوی د خپلو ملګرو او همکارانو په مرسته هڅه کوې چې د خپلې راډیو خپرونې او نشرات د پخوا په څېر په سمه ده توګه مخته یوسي.
د طالبانو د نظام په راتګ سره په کندهار کې يو شمېر لویو رسنيزو ګروپونو هم خپل فعاليت درولی، خو د طالبان د رسنيو د تمويل پلان راتلوونکي ته پرېږدي.
مسولين وایې، په دې برخه کې وخت ته اړتيا ده، څو يو نظام تشکيل شي او دوی وکولای شي چې خپل کارونه پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA