ads

په جلال اباد کې د لامبو حوض جوړ شو

د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په جلال اباد ښار کې په شخصي لګښت یوه رغنیزه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

جان اغا صالح
14 وږی 1400
په جلال اباد کې د لامبو حوض جوړ شو

یو پانګوال د ۶ سوه زره ډالرو په لګښت د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د کوثر په نوم د لامبو وهلو یو حوض جوړ او د یک شنبې په ورځ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د لامبو وهلو دا حوض د جاوید ابراهیم خېل په نامه یو پانګوال د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی دی، نوموړی وایې، موخه یې له یاد حوض څخه خلکو له کاري زمینې سره سره د تفریح برابرول هم دي.
نوموړي له افغان سوداګرو وغوښتل چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای دې، په هېواد دننه پانګونه وکړي او هم یې پر حکومت غږ وکړ چې پانګوالو ته د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
جاوېد ابراهیم خیل زیاته کړه:
«د کوثر اوبو حوض چې په جوړېدو یې شپږ لکه ډالره لګښت راغلی او دا حوض د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، زموږ موخه خلکو ته کارې زمینې برابرول او همدارنګه تفریح ده. له نورو افغان سوداګرو غوښتنه کوم چې بهر کې پانګونه نه کوي؛ بلکې پر خپل ملک دې دا پانګه ولګوي، څو دلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او خدمت هم وکړي.»
په ورته مهال ولسي خلک هم د یاد حوض جوړېدو ته خوښ دي او وایي، چې د داسې پروژو پرانیستل یې په زړونو کې د تل پاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کړي دي.
«پخوا به موږ دا ډول د لامبو لپاره حوض نه درولود او بهرنیو هېوادونو کې مو لیدلي وو، خو دلته یې جوړیدل راته بیخي یو خیال دی موږ ډېر زیات خوشاله یو چې ننګرهار کې هم دا ډول یو حوض جوړ شو او خلک به ورته د تفریح لپاره هم راځي، هیله موږ له نورو سوداګرو دا ده چې خپلې پانګې دې د نورو هېوادونو پرځای په خپل هېواد کې مصرف کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.»
بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ مسولین تمه لري چې د دا شان پروژو په پلي کېدو سره به د ښاروالۍ عواید زیات او هم به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
د ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزی پانګوالو ته ډاډ ورکوي، چې د نوي نظام په جوړېدو سره به دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
عفوزي زیاته کړه:
«د نوي نظام په راتګ سره به سوداګرو ته ډېرې اسانیتاوې برابرې شي او هم له سوداګرو غواړو چې تاسې نورو هېوادونو کې پانګونه مه کوئ په خپل هېواد کې سرمایه ګذاري وکړي او دلته کار وکړي، که دا ډول پروژې پلې شي، نو په دې سره به د ښاروالۍ عواید هم زیات شي.»
که څه هم ولسي خلک د یاد حوض جوړیدو ته خوښ دي، خو ځينې اندېښنه لري چې په یو حوض کې د بیلابیلو انسانانو لمبل به ساري ناروغۍ رامنځته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA