له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د احصایې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر ۶۵ زره هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې.
خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو ډېرې کونځلې په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې تولید شوې دي.
کونځلې ډېرې ځانګړنې لري او له دغه نبات څخه غوړي هم تولیدېږي.