ads

د نویو اړیکو پر لور ګام

تبصره ۱۱ می ۲۰۲۱

کلید
21 غویی 1400
د نویو اړیکو پر لور ګام

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو د پاکستان د ناڅرګندو دريځونو او نیتونو په بنسټ هرکال لا پسې نوره پراخېږي، د نړۍ په کچه د یو شمېر هغو هیوادونو اندېښنې راپارولې چې له پاکستان سره ډېرې نږدې سیاسي او اقتصادي اړيکي لري.

دغه هېوادونه د منځګړتیاوو له لارې په دې هڅه کې دي چې په يو ډول د دغې ترينګلتيا د له منځه وړلو لپاره د حل یوه لار وباسي.

پرون د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د بریتانیا لوی درستیز کابل ته را رسیدلي او ویل کېږي چې بريټانيا له څه مودې راهیسې په دې هڅه کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلې اړیکې ورغوي.

تر دې مخکې په بحرین کې د افغان امنیتي مشرتابه او د پاکستان لوی درستیز او د بریتانیا لوی درستيز سره ناسته درلوده چې کوم مهم پرمختګ په کې نه و شوی.

که څه هم افغان شنونکي په دې باور دي چې د اړیکو رغول او هغه هم په واقعي بڼه د دواړو لوریو په ګټه تمامېدای شي، خو مهمه داده چې د پاکستان له لوري پوره صداقت وښودل شي او کومې ژمنې چې کوي پر هغه ودرېږي او بشپړ عمل پرې وکړي. دا موضوع ځکه مطرح کېږي چې پاکستان بیا بیا له افغانستان او افغانانو سره ژمنې کړې، خو پر ډېریو ژمنو يې عمل نه دی کړی.

افغان حکومت ډېر ځله دا خبره مطرح کړې چې پاکستان پر خپلو ژمنو صادقانه عمل نه کوي او له دې کبله دوستي او دښمني يې په سمه توګه نه راڅرګندېږي.

تر ډېره پورې د افغان شنونکو او چارواکو یو ګډ انتقاد دا پاتې شوی چې پاکستان د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره اړیکي پالي او هغوی ته يې مرکزونه ورکړي او ملاتړ يې کوي.

اوس چې بريټانیا هڅه کوي د منځګړي رول ادا کړي، د افغانانو تمه دا ده چې په رښتيني توګه د  مشکلاتو ټولو عواملو ته په پام د ترینګلتیا د لرې کولو او اړیکو د رغولو هڅه وکړي. دا د بريټانیا په واک کې ده چې پاکستاني لوري ته قناعت ورکړي، ځکه پاکستان او بریټانیا له اوږدو کلونو خپلو کې ستراتيژیکې اړيکي او اقتصادي تړونونه لري. دا تړونونه او اړيکې له شک پرته  اغېز ولری  او پاکستان تمکین کولو ته اړ کړي.

له بل لوري افغانستان هم کولای شي چې بريټانیا دې ته وهڅوي چې په دې نازکو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته وکړي، په تېره د سولې بهیر کې چې د پاکستان ونډه په کې زیاته محسوسېږي او کولای شي د خپل رول په ترسره کولو سره په افغانستان د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي.

افغانستان دمګړۍ له حساسو شېبو تېرېدونکی دی، افغاان حکومت ته په کار ده چې د باثباته راتلونکې لپاره د سولې له رامنځته شویو فرصتونو استفاده وکړي او د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.

بريټانیا په دې شېبو کې اساسي ونډه ترسره کولای شي، د بريټانیا له دې علاقې سره په کار ده چې افغان حکومت دغه هیواد ته د شته اسنادو، شواهدو او ضرورتونو په اساس قناعت ورکړي چې له سوله ييزو هڅو او جوړجاړیو سره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA