ads

په کابل کې پر ښوونځي بريد د ۳۰ تنو ژوند واخيست

د کابل امنيتي چارواکي د ښار په ۱۳مه ناحيه کې د چاودنې له امله د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
په کابل کې پر ښوونځي بريد د ۳۰ تنو ژوند واخيست
عکس: ټولنيزې شبکې
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، پرون مازديګر څلور بجې او ۲۷ دقيقې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په برچي سيمه کې د سيد الشهدا مکتب مخې ته درنه چاودنه وشوه.
د ارين په خبره، په دې پېښه کې ۳۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول.
نوموړی زياتوي چې په وژل شوو او ټپيانو کې د ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي هم شامل دي.
د جمهور رييس محمد اشرف غني او د مصالحې شورا د رييس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی.
که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې شوی برید غندلی او خپل لاس درلودل یې پکې رد کړي دي.
د بريد پړه هم کومې ډلې نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA