جمهور رییس غني زیاته کړې چې د مذاکراتو اساسي هدف باید په لومړي سر کې د اوربند ټینګول او ورپسې د یوې انتقالي ادارې په تشکیل باندې خبرې اترې او په دې اړه تصمیمنیونه وي. خو جمهور رییس په ورته وخت کې وړاندیز کړی چې دا دوره باید لنډمهاله وي او ډېر ژر باید انتخاباتو ته زمینه برابره شي. غني دا هم ویلي چې په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي او د جمهوري ریاست د رسمي دورې تر پای ته رسېدو دمخه، البته چې ډاډه شي د ځایناستي هدف یې هېواد ته د سولې راوړل دي، واک به ورته پرېږدي. خو دا چې دغه واک به څنګه او په کوم ترتیب د جمهوري ریاست د رسمي دورې تر پای ته رسېدو دمخه انتقالېږي، د جمهور رییس په مقاله کې څه نهدي ویل شوي. سربېره پر دې په دې اړوند ځینې نورې پوښتنې هم جمهور رییس غني ته متوجه دي چې ولې له خپل پخواني موقف څخه تېر شوی او بالاخره هغه څه چې وايي او یا لیکي هغو ته به څومره او تر کومې کچې ژمن پاتې شي؟
په هرحال پر دغو مواردو سربېره، افغان مبصرین، د سولې، اوربند او بالاخره سولې ته د رسېدو په برخه کې د انتقالي حکومت له جوړېدو سره د جمهور رییس توافق او غاړه اېښودل یوه مثبته پرېکړه ګڼي. ځکه هم افغان سیاسیون د دغسې یوه تشکیل د جوړېدو پلویان دي او هم د طالبانو لهپاره د منلو وړ دی او بلې خوا ټولې غاړې په کې راټولېدلی شي.
سربېره پر دې د جمهوري ریاست له ادرسه دغسې سنګرنیونې دا معنا هم ښندي چې د حکومت په رهبرۍ کې د سولې لهپاره د بشړ تیاري حس وده موندلې او د دغه بهیر د بریالي کولو لهپاره هڅه کېږي.
له دې ټولو سره سره د انتقالي حکومت له جوړېدو سره د جمهور رییس غني هوکړه چې پخوا یې په کلکه ردوله، په دې معنا هم ده چې هم په کور دننه سیاسي اجماع پیاوې شوې او هم د طالبانو پر لور یو بل غټ ګام د حکومت له لوري اخستل شوی دی.
خو پر دغو ټولو سربېره، پوښتنه دا ده چې طالبان ولې نرمښت نهښيي او ولې یې تر اوسه پورې د افغان حکومت او د افغان ولس د دې غوښتنې پر وړاندې چې «جګړه دې ودرول شي او اوربندې دې وشي» تمکین نهدی کړی؟
بله پوښتنه دا ده چې طالبان له یوه سره ولې په خپلو مواضعو ټینګار کوي او د بل لوري غوښتنې لهپامه غورځوي؟ ایا دوی نهشي کولای چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لهپاره یو څو ګامه د افغان حکومت او ولس لوري ته رانېږدې شي او لږ تر لږه اوربند ته غاړه کېږدي؟ ایا دا لرېوالی او بېپروايي په دې معنا نهده چې طالبان د سولې پر ځای جګړې ته ترجیج ورکوي او قدرت ته د رسېدو یوازنۍ لار جګړه بولي.
لنډه دا چې یو ځل بیا توپ د طالبانو میدان ته لوېدلی دی. له یوې خوا د جمهور ریس غني د انتقالي حکومت او اوربند وړاندیز د مذاکراتو پر مېز اېښی، او له بل لوري د بهرنیانو وتل هم له افغانستان څخه پیل شوي دي، اوس نو به ولیدل شي چې طالبان د سولې او جوړجاړي له موضع سرونه هسکوي او که د ترکیې تر کنفرانس وروسته به هم جګړې ته زور ورکړي؟