د دغو سياليو تنظميوونکي څرګندوي چې نيمه پايلوبو ته څلورو لوبډلو لاره موندلې، چې له ډلې به يې افغانستان پشه يي ځوانانو کرکټ کلب نن شپه له فقير وهاب کرکټ کلب سره لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره کړي.
دویمه نيمه پايلوبه سبا ختيځ کرکټ کلب له مسلميار ټايګرز کرکټ لوبډلې سره ترسره کوي.
د رمضان جام شل اوريزه سيالۍ د اتو لوبډلو ترمينځ د مسلميار ګروپ په مالي ملاتړ د ختيځ روح الله تره خېل کرکټ اکاډومۍ له لورې له کرکټ بورډ سره په همغږۍ پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده، په يادو سياليو کې د کورني کرکټ د پياوړو لوبغاړو په ګډون د ملي لوبډلې ځېنې لوبغاړي هم په يادو سياليو کې لوبېږي او دغه سيالۍ له ننګرهار ملي تلويزيون او ټولنيزو رسنيو څخه په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.