دی زياتوی، د تېر کال پرمهال د خبريالانو د اختطاف د هڅې يوه قضيه هم ثبت شوې چې دا نوې موضوع ده او په تېرو کلونو کې ورته قضيه نهده ثبت شوې.
خلوتګر وويل:
«د تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال د مې له درېيمې د ۲۰۲۱ کال د مې تر درېيمې ۱۶ خبريالان وژل شوي او دا د تېر کال په ترتله څه باندې دوه برابره زياتوالی ښيي، پر دې سربېره په تېر يو کال کې د خبريالانو پر وړاندې ۱۱۳ د تاوتريخوالي قضيې ثبت شوي، له ډلې یې ۱۵ د ټپي کېدو، ۱۶ د وهلو ټکولو، ۲ د خبريالانو پر کورنيو د بريدونو او ۴۸ یې د سپکاوي قضيې دي.»
پر دې سربېره، د ياد بنسټ د یوې ټولپوښتنې پايله بيا ښيي چې خبريالان د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي او هدفي وژنو زياتېدو، رسنيو ته د حکومت نهپاملرنې، په رسنيو کې کاري فرصتونو، ښځينه خبريالانو کمښت او په هېواد کې په ډلهییزه توګه د خبريالانو وژل کېدو ته اندېښمن دي.
په ټولپوښتنه کې دغهراز راغلي، خبريالان د امنيت ټينګښت، د تاوتريخوالي قضيو ته د رسېدنې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، سولې او د اوربند د ټينګښت غوښتنه کوې.
عبدالمجیب خلوتګر ټينګار کوي چې له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې بايد د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې نړيوال تضمين موجود وي.
هغه وويل:
«زموږ د يوې ټولپوښتنې پايله ښيي چې چې خبريالان د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي او هدفي وژنو زياتېدو، رسنيو ته د حکومت نهپاملرنې، په رسنيو کې کاري د فرصتونو او ښځينه خبريالانو کمښت او په هېواد کې په ډلهییزه توګه د خبريالانو وژل کېدو ته اندېښمن دي.»
دا ټولپوښتنه د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې شوې او له شاخوا ۳۴۰ خبريالانو سره مرکې شوي، چې دا د ټول هېواد د رسنيو د خبريالانو او کارکوونکو پنځه سلنه برخه جوړوي.
په ورته مهال په دې وروستيو کې د وژل شويو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو کورنۍ بيا وايي، حکومت ورسره کړې ټولې ژمنې نهدي عملي کړې او په خبره یې، قاتلين نيول کېږي، خو هويت یې نه په ډاګه کېږي.
په ننګرهار کې د وژل شوې ملالۍ ميوند ورور حماد حلال وويل:
«حکومت له موږ سره کړې ژمنې تر يوه حده عملي کړي، خو ټولې یې نهدي عملي کړي، موږ غواړو چې قاتل موږ ته وښوودل شي او رسنیز شي.»
خبريالان هم روان وضعيت ته اندېښمن دي او له ښکېلو خواوو غواړي چې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نهبايد خپلې پوځي موخې وګرځوي.
دوی زياتوي، په اوسنيو شرایطو کې رسنيز فعاليت د خبريالانو لپاره ستونزمن کار دی.
جاوېد ارزومند کليد ته وويل:
«نن سبا په افغانستان کې د خبريالۍ کار ډېر ستونزمن شوی، زموږ غوښتنه له ښکېلو خواوو څخه دا ده چې خبريالان دې خپل نظامي هدف نهګرځوي.»
په داسې حال کې چې حکومت په ځلونه د بيان ازادي د تېرو شلو کلونو مهمه لاسته راوړنه بللې، خو لاهم هدفي وژنې، تاوتريخوالی، اطلاعاتو ته نهلاسرسی او د سولې په خبرو کې د رسنيو د استازو نشت د خبريالانو اساسي ستونزې بلل کېږي.