ads

په روژه کې ستر جنایت

د روژې په مبارکه میاشت کې په لوګر کې قوي موټر بم چاودنه د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان دښمنان خپلو شخصي ګټو او هدفونو ته د رسېدو لپاره، له هر حد او اصولو اوړي، وحشت او دهشت خپروي او افغانان په وینالو کې لمبوي.

کلید
11 غویی 1400
په روژه کې ستر جنایت

تېره شپه تر روژه‌ماتي لږه شېبه مخکې د لوګر د پل علم په ازرې مېلمستون کې یو قوي موټر بم برید وشو چې ویل کېږي د زیان ساحه يې تر يو کیلو متره پورې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې وحشیانه چاودنه کې ۱۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ټول ملکي وګړي دي. د دغه وزارت د ویاند طارق ارین په وینا، په دې برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي چې ډېری يې ښځې، ماشومان او د کانکور د ازموینې ګډونوال دي. خو ځايي چارواکي بیا وايي، په دې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان دي.
برید کوونکو د مېلمستون ساتونکو ته ځانونه د یوې موسیسې کارکوونکي ورپيژندلي او ننوتو سره يې سم له باروتو او چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.
په دې برید کې تر یو کيلو متره پورې نورو شخصي او دولتي ودانیو ته هم زیان رسېدلی او ګڼ خلک د خاورو تر انبارونو لاندې شوي وو.
دغه برید ګڼ ټکي او پوښتنې رامنځته کوي چې پر ښکېلو لوریو د خلکو د باور کمېدو په معني دي.
دولتي سرچینې وايي، دا برید طالبانو کړی خو تراوسه پورې نه طالبانو او نه هم کومې بلې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. پوښتنه داده چې نو چا دا برید کړی او ولې يې کړی دی، که د وجدان او انسانیت مساله مطرح وي او څوک د دومره ګڼ شمېر ملکي وګړو د وژلو مسوولیت نه اخلي، که دا کړنه ګناه وه او انساني وجدان يې عذاب سره مخ کاوه، هغوی چې دا برید کړی، ولې یې د برید په شېبه او پلانولو کې دا وجدان مړ و؟
دغه برید په داسې مهال کې ترسره شوی چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه په رسمي بڼه د امریکايي سرتيرو د بهیر د پېلېدو خبره شوې او دا را څرګندوي چې بهرني ځواکونه نور په افغانستان کې پاتې کېدونکي نه دي.
که چېرته دغه برید له ډې نېټې سره په تړاو کې وي، د برید ترسره کوونکي د عامو وګړو له وژلو څخه څه هدف لري او څه ثابتول غواړي؟
د لوګر او کابل په ګډون په روژې میاشت کې دا څومه چاودنه ده چې ترسره کېږي او مسوولیت يې هېڅوک نه اخلي، ډېری په دې کار کې د افغان حکومت کشفي ارګانونه په کمزورۍ تورنوي او وايي، که دوی په سمه توګه خپلې دندې پر مخ بوځي، هېڅکله به داسې بوږنوونکې پېښې نه رامنځته کېږي.
شنونکي په دې باور دي چې په افغان حکومت کې د مجازاتو او مکافاتو اصل ته شا اړول شوې او دا د دې سبب شوی چې اړوند ارګانونه په سمه توګه خپلې دندې اجرا نه کړي او دښمن د دې خلا په موجودیت کې بیا بیا داسې بریدونه ترسره کوي. د خلکو غوښتونه داده چې حکومت په دې برخه کې چې بهرني ځواکونه هم له افغانستانه په وتو دي او ټول امنیتي مسوولیت يې ور په غاړه کېږي، باید پر خپلو امنیتي ستراتيژیو او کشفي هڅو زور واچوي.
په لوګر او په تېر کې پر کابل له بریدونو معلومه شوې چې له ډېرو قوي موادو څخه په دې چاودنو کې استفاده شوې ده چې د هغه نوعیت ته په پام د جوړولو او تنظیم چار يې آسانه نه ښکاري. پوښتنه داده چې د دولت مخالفان دا ډول موادو ته څنګه لاس رسی پیدا کوي، د سیمې له هېوادونو څخه خو به کوم یو هېواد په کې لاس نه لري؟
د لوګر برید په ملي او نړیواله کچه غندل شوی دی، چې بې له شکه هېڅ ډول اغېز نه لري. په ملي کچه دغه برید جمهور رییس غني، د سولې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د نړۍ په کچه د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې په کلکو ټکو غندلی دی، پوښتنه داده چې آیا دا غندنې کوم ځای نیولی شي او قربانیان بېرته راګرځولی شي؟ خلک غواړي چې حکومت او نړیوال باید د دغو بریدونو په مهارولو باندې لاس په کار شي او پرېنږدي چې د افغانستان او افغانانو دښمنان په خلاص مټ په داس جنایتونو لاس پورې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA