تر اوسه د وژل شوو او ټپیانو هویت معلوم نه دی. دا نښته د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ پر سرحدي پوله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د دغو هېوادونو د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.
د قرغزستان امنیتي چارواکو هم دا خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې هلته امنیتي حالت ګواښوونکی دی.
بلخوا، داسې راپورونه هم خپاره شوې چې د ښکېلو لورو تر منځ اوربند شوی دی.