ads

پېچلی حالت؛ تشدد زور اخیستی

تبصره ۲۴ اپریل ۲۰۲۱

کلید
4 غویی 1400
پېچلی حالت؛ تشدد زور اخیستی

داسې ښکاري چې د افغانستان په قضیه کې ټولو ښکېلو لوريو افغانان چورلټ هېر کړي او یوازې د خپلو ګټو او سرونو د خوندي کولو په لټه کې دي. له يوې خوا د امریکا متحده ایالاتو او ناټو غړيو هېوادونو ټول ځواک او فکر له افغانستان څخه پر وتلو متمرکز شوی او ان امریکا خو د خپلو ځواکونو د ډاډمنې ستنېدا له‌پاره په سیمه کې د بي ۵۲ ډوله الوتکو ځای پر ځای کولو ته پناه وړې ده، له بلې خوا بیا د افغانستان، ترکيې او پاکستان درې اړخېزه ناسته چې په ظاهره اوربند ته د طالبانو پر هڅولو متمرکزه وه، بې‌پایلې پای ته رسېدلې، او په بل اړخ کې بیا حکومتي رهبري د خپلو والیانو او نورو مشخصو کسانو په ادلون- بدلون وخت اړوي، او فقط عام ولس دی چې په دې منځ کې بې‌اسرې پاتې دی او د ناامنۍ تر ټولو بدې ورځې تېروي.

 البته د ناامنیو دغو څپو د ترکیې سولې غونډې له دویم‌ځلي ځنډ وروسته زور اخیستی دی. همدا نن له پایتخت کابل څخه نيولې تر لغمان، ننګرهار، پروان، غزني، جوزجان او بلخه پورې د ترور او وحشت لاسونه اوږده شوي او سلګونه کورنۍ يې د رحمت په دې مبارکه میاشت کې د خپلو عزیزانو او خپلوانو په ویر کېنولې دي. یوازې په کابل ښار کې نن په څو هدفي بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي او څو تنه ټپي دي.ولایتونه خو په خپل حای پرېږده چې هره ورځ په کې نینې ورتېږي.

ډېری په دې نظر دي چې حکومتي مشران د دې پر ځای چې د امنیت پر ټینګولو فکر وکړي، د خپل ځان په فکر کې دي او د کورنیو چارو وزیر خو بیا د خرماوو وېش ته پرېږده. د دې کسانو په عقیده که داسې نه‌وي، نو بیا څه وجه ده چې د دغو ترورونو او نورو بریدونو مخه نه‌نیول کېږي؟ له بلې خوا د امنیت د ټینګښت له‌پاره د لومړي معاون امرالله صالح له لوري د پولیسو تشکیل د زیاتوالي طرحه څه شوه؟ په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو طرحې چېرته سر وخوړو؟ او داسې لسګونه نور هغه پلانونه چېرته دي چې چارواکو د امنیت تأمینولو له‌پاره وړاندیز کول؟

که له دې راتېر شو، ورته پوښتنې طالبانو ته هم متوجه دي. اوس چې له افغانستان څخه بهرني عسکر د وتلو په حال دي، نو د دوی جګړه له چا سره ده؟ او ولې یې په ولس باندې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده؟ دوی او یا نورې کړۍ د ناامنۍ او تشدد د زیاتولو له لارې د څه شي په لټه کې دي؟ ایا په قصدي توګه خو به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو له‌پاره دا سناریو نه‌وي پیل شوې؟

که له دې هم راتېر شو، په سیمه‌ییزه کچه او نړیواله سطحه هم ځینې پوښتنې او اندېښنې مطرح دي. ایا د روانې لوبې بېلابېلو سیمه‌ییزو لوبغاړو په تېره بیا مسلمانو ګاونډیو هېوادونو ته د عامو افغانانو وینې ارزښت لري او که نه؟ که لري یې، نو بېا ولې په دې برخه کې د جګړې د درولو په‌پار مثبته هڅه نه‌کوي.

دا موضوع ځکه د بحث وړ ده چې د افغانستان په اړه د ترکیې او پاکستان درې اړخيزه ناسته چې درېیم اړخ یې افغانستان وو بې له کومې څرګندې پایلې پای ته رسېدلې او وسله‌والو ته په کې فقط زارۍ شوې او خواستونه شوي دي. که چېرې دا د افغانستان په سرنوشت باندې لوبه نه‌وي، نو پاکستان ولې د افغان دولت پرمخالفانو فشار نه‌راوړي او په ظاهره زارۍ ورته کوي چې ګواکې اوربند ته غاړه کېږدي.

په هرحال د افغانستان په اړه، نه‌ د هېواد په دننه کې د سیاسونواو مشرانو لیدلوری روښانه دی، نه د نړیوالو دریځ څرګند او واضح نه‌دی او نه هم د سیمې ګاونډیو هېوادونو او طالبانو د زړه او خولې خبره یوه ده. نتیجاً د معلوماتو دا خلا او د تشدد زیاتوالی د دې سبب شوی چې د افغانستان راتلونکې په اړه نسبت اندېښنې لا نور هم پسې زور واخلي او نورې پوښتنې هم وزېږي. دا چې بالاخره روان وضعیت او ناامني به نور څه ډول ابعاد خپل کړي او په پای کې ملګري ملتونه به د افغانستان موجوده کړکیچ او راتلونکې بې‌ثباتۍ له‌پاره څه وکړي او که نه؟ هغه مهمې پوښتنې دي چې د نړۍ په سطحه ورسره د ملګرو ملتونو اعتبار سخت غوټه شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA