ads

امریکا له افغانستان سره۳۰۰میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد به د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

محمدخان بریال
2 غویی 1400
امریکا له افغانستان سره۳۰۰میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

هغه زیاته کړې، دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او په ورته نورو برخو کې ولګول شي.
ده ویلي چې د متحده ایالاتونو له لوري به د یادې مرستې ورکړه د دې لامل شي چې د افغانستان په اقتصادي حالت کې بدلون راشي.
امریکا د دغو مرستو بل هدف دا بللی چې په هېواد کې به له اداري فساد سره مبارزه کېږي او تر څنګ به یې د شخړو په هواري او د بیان ازادۍ په ساتنه کې هم ترې ګټه واخیستل شي.
نوموړي څرګنده کړې چې دوی په افغانستان کې د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه کوي او له دغه هېواد سره به یې مرستې دوام وکړي.
دا مرستې به په روان کال کې افغانستان ته ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA