ads

د استانبول له غونډې هم لاس ومینځل شو

تبصره ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱

کلید
1 غویی 1400
د استانبول له غونډې هم لاس ومینځل شو
دوحه

د استانبول سولې په ناسته کې د طالبانو د نه ګډون له کبله دغه ناسته یو ځل بیا تر نامعلومې نېټې وځنډېده. داسې ښکاري چې طالبان لا هم پر خپل هغه پخواني دريځ چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتو پورې په هېڅ یوه غونډه کې ګډون نه‌کوي، ولاړ دي. که څه هم طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتو ټینګار کوي. خو دوی په دې کار سره په خپله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او دوام زمینه برابروي.

تېره شپه د ترکيې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په يوه ټلويزیوني پروګرام کې د خبرو پر مهال وويل چې د استانبول غونډه په دې خاطر وځنډېده چې یو شمېر برخه‌والو نه‌شوای کولای تر ټاکلې مودې غونډې ته چمتو شي. خو هغه دا هم ويلي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د هڅولو ډېرې هڅې روانې دي. د نوموړي دا خبره د دې ښکارندويي کوي چې ښايي دا غونډه د طالبانو د نه ګډون له کبله ځنډېدلې وي، ځکه تر دې مخکې طالبانو ويلي وو، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه‌وي وتلي، دوی په هیڅ یوه غونډه کې ګډون نه‌کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په يوه ترټولو تازه مرکه کې ويلي، که اندېښنې يې لرې شي، دوی به د سولې لپاره په هره هڅه کې برخه واخلي. که څه هم مجاهد د خپلو اندېښنو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو د هغه دا خبره د دوی پر پخواني دريځ د درېدو معنا ښندي.

کله چې امریکا اعلان وکړ د مې تر میاشتې له افغانستان څخه د دوی ځواکونو وتل سخت دي او دوی به د سپټمبر تر یوولسمې پورې خپل ټول ځواکونه وباسي، افغانانو دا انګېرله چې له یوې خوا د استانبول غونډې طرحه او بیا د بشپړ وتلو رسمي اعلان يې دا معنا لري چې امریکا له طالبانو سره کوم تفاهم ته رسیدلې ده، خو اوس ښکاري چې اصلا دغسې کومه کیسه نشته.دې مواردو ته په کتو څو پوښتنې رامنځته کېږي چې هم طالبانو ته متوجه دي او هم د استانبول ناستې جوړوونکو او تمویلوونکو ته. طالبان د استانبول په غونډه کې له نه ګډون کولو څخه څه هدف لري؟ آیا غواړي پر جګړې تمرکز وکړي؟ او په خپل دې کار سره په لوی لاس د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام ته زمینه برابره کړي؟ یا دا چې په سوله کې تاوان او جګړه کې خپله ګټه ويني؟کله چې د استانبول غونډې بحث رامنځته شو او د ملګرو ملتونو د سازمان پښه ورته راښکل شوه، داسې فکر کېده چې په لویه کچه ځينې اختلافي مسایل حل شوي دي او د امریکا متحده ایالاتو له همدې کبله د خپلو ځواکونو د ایستلو نېټه وغځوله. کله چې دا نېټه غځول کېده او د استانبول ناستې بحث کېده، د طالبانو له خوا د هغوی د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د هغوی د یو شمېر مشرانو د نومونو د پاکولو زمزمې هم پورته شوې. پوښتنه دا ده چې آیا تر دې مخکې کوم تفاهم د امریکا او طالبانو تر منځ شوی و او که نه؟ که شوی و، کومه نیمګړتیا په منځ کې وه چې اوس طالبان وايي که د دوی اندېښنې لرې کړای شي د سولې په هره غونډه کې به ګډون کوي؟ دا اندېښنې څه دي؟ او ولې طالبانو ته دومره مهمې دي؟ که د استانبول غونډې جوړوونکي او ملاتړ ډاډ نه  درلوده چې طالبان به په کې ګډون نه کوي او شرایط به وړاندې کوي، ولې يې د غونډې لپاره نېټه وټاکله چې دا دی بیا بیا ځنډېږي؟ او بالاخره که دوی په دې اړه اندېښنه لرله ولې يې وار له مخه د هغو اندېښنو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅه ونه کړه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA