د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز هوکړه وشوه چې هند او افغانستان به د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو د بندیزونو د جاري ساتلو لپاره سلا مشورې روانې وساتي.
د وسلوالو طالبانو یوه ویاند دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول اقدامات د سولې پروسه له زیان سره مخ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ