عبدالله عبدالله چې د شنبې په ورځ یې د بیان ازادۍ د کور د پرانیستې په غونډه کې خبرې کولې وویل، خبریالانو د بیان د ازادۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او دا قربانۍ به یې په سیاسي بدلون سره نه ضایع کیږي.
هغه وایي، اوس چې د بیان د ازادۍ له پلوه موږ چېرته حضور لرو همداسې به مخ ته ځو او دا لړۍ شاتګ نه لري.
عبدالله په ورته وخت کې زیاته کړه چې اوس د سولې یو فرصت په لاس راغلی او باید ټولې خواووې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.
هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل چې نور طالبانو ته هم د جګړې بهانه نه ده پاتې او باید د افغانستان لانجه له سیاسي لارو حل شي.
په ورته وخت کې د اطلااعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر د ملي مصالحې له شورا او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې باید د خبریالانو او رسنیو استازی هم حضور ولري.
په ورته وخت کې د بیان ازادۍ د کور د مشرتابه غړې او د کلید ګروپ مشره نجیبه ایوبي هم وایي، د سولې ښکېل اړخونه باید د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
په همدې حال کې انسیه شهید د افغانستان د بیان ازادۍ د کور لخوا د افغانستان د بیا ازادۍ د څېرې یا د ۱۴۰۰ کال (غوره خبریالې) لقب وګټه.
د دغه لقب د ترلاسه کولو لپاره څه باندې ۱۷۰۰ خبریالانو ځانونه نوماند کړي ؤ.
د بیان ازادۍ کور چې نوی پرانیستل شو، له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو هدفي وژنو مخه دې ونیسي، دخبریالانو امنیت دې خوندي کړي، د وژل شویو خبریالانو دوسیو ته دې جدي رسېدنه وشي او د خبریالانو قاتلین باید ولس ته افشا شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په تېرو دوه لسیزو کې د خبریلانو د وژل کېدو له ۱۳۷ دوسیو څخه ۱۲۷ یې څېړل شوې او عاملینو ته یې سزا ورکړل شوې ده؛ خو خبریالان او د بیان ازادۍ کور بیا نیوکه کوي چې دغو دوسیو ته څه ډول رسېدنه شوې او ولې یې جزییات له خلکو او رسنیو سره نه دي شریک شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ