په دغه ۹مادهيیزه اصولنامه کې دايمي اوربند، له اسلامي اصولو سره سم سياسي مشارکت، د انتقالي ادارې جوړېدل، سولې ته د رسېدو لپاره ګډ کار، له هر ډول تبعیض پرته د افغانانو مساوي حقونه او يو شمېر نور موارد ذکر شوي دي.
که څه هم افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه خپل دريځ روښانه کړی نهدی، خو د مصالحې عالي شوار د طرحو د جوړولو کمېټې لهخوا د ترکیې ناستې لپاره طرحه چمتو او د همدې شورا رهبرۍ ته سپارل شوې.
د يادې شورا وياند فريدون خوځون وايي، دا طرحه به په راتلونکو څو ورځو کې د تصويب په هدف د مصالحې شورا رهبرۍ کمېټې ته وړاندې شي.
هغه زياته کړه، له تصويب وروسته به د واحد سند په توګه د ترکیې ناستې ته وړاندې شي.
خوځون وويل:
«د مصالحې عالي شورا د طرحو د ترتيب او جوړولو کمېټې لهخوا د ترکيې ناستې لپاره طرحه ترتیب او د شورا رهبرۍ ته وسپارل شوه، دا طرحه به په راتلونکو څو ورځو کې د مصالحې شورا رهبرۍ کمېټې ته د تصويب په هدف وړاندې شي.»
بلخوا د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار چې نن یې په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وينا کوله، وويل، د امريکا، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو لهخوا افغان حکومت او طالبانو ته سپارل شوې ۹مادهییزې اصولنامې ته اندېښمنه ده ځکه په هغه کې د ښځو او مذهبي لږګکيو مسلې ته اشاره نهده شوې.
هنريار وويل:
«کومه اصولنامه چې پرون ناوخته خپره شوه، له بده مرغه په هغه کې د ښځو او ديني او مذهبي لږګکيو مسلې ته پهکې اشاره نهده شوې.»
د چارو شنوونکي بيا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، په کور دننه او په نړيواله کچه وروستيو هلو ځلو ته په کتو سره په هېواد کې د سولې ټينګښت ته هيلې زياتې شوې دي.
هغه کليد ته وويل، کومه ۹مادهییزه اصولنامه چې خپره شوې په هغه کې د مجالسو د تنظيم مسله زياته مطرح شوې، خو د ترکیې ناسته به هر څه روښانه کړي.
د شارق په خبره، تمه لري چې د مصالحې شورا لهخوا به داسې طرحه او سند وړاندې شي چې عملي بڼه ولري او ډېرو ته د منلو وړ وي.
شارق وويل:
«په کور دننه او په نړيواله کچه وروستيو هلو ځلو ته په کتو سره موږ ورځ تر بلې سولې ته نېږدې کېږو، کومه ۹مادهییزه اصولنامه چې خپره شوې په هغه کې د مجالسو د تنظيم مسله زياته مطرح شوې، خو د ترکیې ناسته به هر څه روښانه کړي.»
د چارو بل شنوونکی ستانهګل شېرزاد بيا وايي، وروستيو هڅو ته په کتو نړيوال ذهنيت سولې په ګټه دی او دوی هم په افغانستان کې د سولې غوښتوونکي دي.
هغه زياته کړه، تمه لري چې د مصالحې شورا لهخوا داسې طرحه ترتيب شي چې د هېواد شته واقعيتونه په پام کې ونيول شي.
شېرزاد وويل:
« وروستيو هڅو ته په کتو نړيوال ذهنيت سولې په ګټه دی او نړۍ هم په افغانستان کې د سولې غوښتوونکې ده.»
د سولې په تړاو په کور دننه او په نړيواله کچه دا هڅې پر داسې مهال روانې دي چې د سرچينو د معلوماتو لهمخې ټاکل شوې د استانبول ناسته د اپرېل په ۱۶مه نېټه وشي.
باورونه دا دي چې د استانبول په ناسته کې به د افغانستان د سولې پروسه او راتلونکی برخليک په ډاګه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ