ads

په هلمند کې د ملي اورد وپر یوې پوستې موټر بم برید شوی

دهلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک کلید ته وویل، تېره شپه یوه نیمه بجه د دې ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې طالبانو غوښتل چې د ملي اوردو په یوې پوستې موټر بم برید وکړي چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د ملي اوردو ځواکونو لخوا په نښه شوی او له منځه یې وړی.

حضرت محمد روحاني
21 وری 1400
په هلمند کې د ملي اورد وپر یوې پوستې موټر بم برید شوی

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو سرتېری ټپي شوی دی.

بلخوا، بیا یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، چې موټربم برید دملي اوردو پریو ټولي شوی چې تلفات لرې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

تر اوسه د دې برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA