ads

د ارزګان مرستيال والي: په ټول توان به د خلکو د ستونزو حل لپاره کار وکړم

دارزګان د ولايت مقام نوی ټاکل شوي مالي او اداري مرستيال نقيب الله عرفاني نن رسماً دنده پیل کړه.

احسان الله ولسمل
21 وری 1400
د ارزګان مرستيال والي: په ټول توان به د خلکو د ستونزو حل لپاره کار وکړم

نقيب الله عرفاني د افغانستان د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا د ارزګان مالي او اداري مرستيال نن رسمآ خپله دنده پیل کړه.

د نوموړي د معارفت په غونډه کې ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به شپه او ورځ کار وکړي.

هغه وايي په دغه ولايت کې يې د دندې پیل د خلکو د ستونزو ځان خبرولو او د ستونزو حل ته لارې پیداکول دي.

نوموړی وايي، ارزګان کې به تر خپل مسووليت پورې د خلکو هر ډول ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوي د ستونزو په حل کې به ورسره همکاري وکړي.

 «د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له ريیس څخه مننه کومه چې په مايې باور وکړ، دا يو دروند مسووليت دی چې ماته راکړل شوی، زه به خپل ټول هغه واک چې قانون راکړی دی هر ډول همکاري به له خلکو سره وکړمه»

پرهمدې مهال په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولايت قومي مشرانو ديني عالمانو او ځوانانو هم د نوي ټاکل شوي مرستيال والي هرکلی وکړ.

ارزګان کې خلک له نوي ټاکل شوي مرستيال والي څخه غوښتنه کوي چې ورسپارل شوې مسووليتونو ته پاملرنه وکړي او خلک يې ملاتړ کوي.

د دغه ولايت اوسېدونکو نوی مرستيال والي ته ګواښ وکړ؛ که يې د خلکو ستونزو ته رسېدنه ونه کړه، دوی به يې مخالفت وکړي.

د خپلواک او مولوي حمدالله…………کليپ

« موږ ستاسو ملاتړ په کلکه کوو؛ خو دا ستاسو لپاره لويي امتحان دی خداي دې وکړي چې په دغه امتحان کې بريالی شي يو څه درته وايمه؛ که دې خدمت وکړ درسره درېږو او که دې کار ونه کړ درته درېږو))

ارزګان د افغانستان يو نا امنه ولايت دي چې د جګړو له امله لويي لاري د اوبوويالي او زراعتي برخي ته زيان اوښتي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA